د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د قصبې انسټیټوټ وضعیت وارزاوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت د قصبې کثیرالرشتوي انسټیټوټ وضعیت وڅيړه.
نوموړي له دغه ښوونیز مرکز څخه د لیدنې پر مهال د استادانو له تدریسي بهیر او تجهیزاتو څخه هم لیدنه وکړه.
ښاغلي مولوی شهامت د قصبې کثیرالرشتوي انسټیټوټ څخه د کتنې او له محصلینو سره د لیدنې پر مهال د دغه ښوونیز مرکز مسئولینو او استادانو ته د ځینو مسایلو په اړه لازمې لارښوونې هم وکړې.
د تخنيکي زده کړو ادارې سرپرست تل هڅه کوي چې په دغې ادارې کې د ښوونيزو خدمتونو د کيفيت او ښه والي په برخه کې زيات کار وکړي.