د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د کندز له والي سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۴:۱۱
شهامت

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د کندوز له والي ملا نثار احمد نصرت سره وکتل او خبرې اترې وکړي.

ښاغلي شهامت د کندز له والي سره په کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو او برنامو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د کار بازار لپاره د ماهر او مسلکي ځواک روزل د دغې ادارې له مهمو موخو څخه دي.

مولوي شهامت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د مجاهدينو  لپاره د چمتو شوې روزنیزې طرحې يادونه هم وکړه او ويې ويل، چې د دغې طرحې په پلي کېدو سره به د مجاهدينو لپاره د عصري علومو د زده کړې زمينه برابره شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د کندز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ستونزې او ننګونې د یاد ولایت له والي سره شریکې کړې او په دې برخه کې یې د ولایت مقام د همکارۍ غوښتنه وکړه.

له بل پلوه د کندز والي ملا نثار احمد نصرت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د برنامو او لاسته راوړنو قدرداني وکړه.

د کندوز والي دا هم وويل، چې د هېواد د اقتصادي  ودې لپاره تخنيکي او مسلکي زده کړې ډېرې مهمې دي.

مولوي نصرت په کندز ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو د هواري ترڅنګ په دغه ولایت کې د مجاهدینو لپاره د روزنیزې طرحې د تطبیق په برخه کې د همکارۍ ژمنه هم وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS