د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د فرهنګي کميټې لومړۍ غونډه ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې فرهنګي کمیټې لومړۍ ناسته ترسره شوه.
دغه کمیټه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پر لارښوونه د دغه ادارې د فرهنګي چارو د پرمخ وړلو په موخه جوړه شوه.
د فرهنګي کميټې په لومړۍ غونډه کې استاد مطيع الله هدايت د اداري د مقام دفتر رئيس د کمیټې رئیس، احمد صميم يعقوبي د مرستيال او محمد عثمان الماس د منشي په صفت وټاکل شول.