د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د استادي بستونو الکټرونیکي آزموينه پرانیستل شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۶:۱۷
امتحان الکترونیکی بست‌های استادان

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو ۱۸۶ استادي بستونو الکټرونیکي آزموینه پرانیستل شوه.

په دغه مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت او د چارو  ادارې د څارنې او پالیسۍ معاون مولوي سیف الدین تائب هم حضور درلود.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د دغې ادارې د ښوونیزو مرکزونو د استادي بستونو د الکټرونیکي آزموینې پرانیستې په مراسمو کې وويل چې د استادي بستونو لپاره روڼتيا، عدالت او تخصص ډېر مهم دى.

ښاغلي شهامت نبوي احادیثو ته په اشارې سره په ټولنه کې د معلم او استاد مقام ډېر مبارک او مهم وباله.

د مولوي شهامت په وینا، "په ټولنه کې معلم او استاد رول د بنسټ په څېر دی، که سم وي، ټولنه به پرمختګ وکړي."

په دغه مراسمو کې د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ معاون مولوي سیف الدین تائب هم خبرې وکړې او د الکټرونیکي آزموینو د روڼتیا په اړه یې ډاډ ورکړ.

ښاغلي تائب زیاته کړه، حکومت ژمن دی، چې د الکټرونیکي آزموینې په ترسره کولو سره کار اهل کار ته وسپاري. د هغه په وينا،  کار اهل کار ته سپارلو سره به په ټولنه او حکومتوالۍ کې پرمختګ منځته راځي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونيزو مرکزونو د استادي بستونو  په ډله ييزه آزموينه کې د ګډون کوونکو شمېر ۱۸۱۸ تنه وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۹
Background image

د کابل والي د نیالګیو کېنولو په برخه کې د ښاریانو پر رول ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په نوښت د نیالګیو کېنولو کمپاین د یو شمېر مسؤلینو په ګډون او ویناوو سره پیل شو چې پکې د کابل والي محترم ملا امین الله عبید هم ګډون درلود. د دې پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۱
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو لخوا د نقلیه وسایطو ترمیم

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي لیسې زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د موټر «اشترنګ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د برقي او هایدرولیکي اشترنګونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زده‌کوونکو ته د موټر وایرینګ ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار ولایت د میخانیکي انسټیټوټ زده‌کوونکو د یوې درسي ناستې په ترڅ کې د موټر وایرینګ اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د برېښنا څانګې استاد د عملي روزنې پر مهال د موټر. . .

BACK TO NEWS