د بلخ په تخنيکي مرکزونو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه هواره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۱۱:۲
۱۱۹۲۷ جلد کتب درسی

د بلخ ولایت د تخنیکي زده کړو مرکزونو ته ۱۱۹۲۷ ټوکه نوي چاپ شوي درسي کتابونه وویشل شول.

د بلخ ولايت تخنيکي آمر مولوي نورالله صلاح الدين وويل، چې د دغه کتابونو په وېشلو سره به د یاد ولايت په تعليمي مرکزونو کې د کتابونو د کمښت ستونزه هواره شي.

ښاغلي صلاح الدین هم د کتابونو د کمښت د ستونزې د هواري په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له هڅو مننه وکړه.

 دغه کتابونو د ادارې او تجارت، ادارې او حسابدارۍ، کمپیوټر ساینس او ​​د موټرو انجنیرۍ څانګو لپاره دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS