د بلخ د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د محصلینو د دریارلسمې دورې فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۰:۴۱
tveta

د بلخ ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د محصلینو دیارلسمې دورې د فراغت مراسم د مشرانو او علماوو په حضور کې ترسره شول.

په دغې مراسمو کې د بلخ د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ آمر ګلاب الدین سراجي محصلینو ته د فراغت مبارکي وویله. نوموړي زياته کړه، چې خلکو او ټولنې ته خدمت کول د دغو فارغانو له مسووليتونو څخه دي.

ورپسې د بلخ ولایت تخنیکي آمر نورالله صلاح الدین امیني د تخنیکي او مسلکي زده کړو د اهمیت په اړه خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې تخنیکي او مسلکي زده کړې د ټولنې د اقتصادي ودې او پر ځان بسیاینې لپاره خورا مهمې دي.

نورو ويناوالو هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ارزښت خبرې وکړې او د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې د ښوونيزو برنامو په ملاتړ يې ټينګار وکړ.

دغه مراسم فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS