د بلخ تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي نورالله صلاح الدين او د بلخ ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس ذبيح الله شاهين د همکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ.
د یاد هوکړه لیک پر بنسټ د تخنیکي او مسلکي زده کړو زده کړیالانو ته د عملي زده کړو زمینه برابریږي.
دغه راز په بلخ ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د فارغانو لپاره د کار زمينه برابرول د ذکر شوي هوکړه ليک له محتوا څخه دي.