د بغلان د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د بغلان ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ له رياست سره يو هوکړه ليک لاسليک کړ.
د دغه هوکړه ليک عمده موخې د دواړو نهادونو له انساني ظرفيتونو څخه اغيزمنه استفاده، په فرهنګي فعاليتونو کې ګډې هلې ځلې او د بغلان د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د زده کوونکو او زده کړیالانو لپاره د عملي زده کړو زمینې برابرول دي.
د دواړو ادارو مسوولینو د دغه هوکړه لیک په بشپړ تطبیق ټینګار وکړ.