د بشري سرچینو رئيس، د ولايتونو د تخنيکي آمریتونو د بشري سرچینو مديران تقدیر کړل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۱:۵۲
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچینو رئیس، ښاغلي انجنیر مولوي محمد مکاشف د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د بشري سرچینو د مدیرانو کړنې وستایلې.

په دې مراسمو کې نوموړي د بشري سرچینو د مدیرانو وړاندیزونو او غوښتنو ته ځوابونه وویل او څرګنده یې کړه چې د بشري سرچینو مدیران باید په پوره روڼتیا او ایماندارۍ سره خپلې دندې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې هغوی مخکې د علامه لوړو زده کړو په مؤسسه کې د بشري سرچینو د مدیریت په هکله په یو روزنیز سیمینار کې ګډون کړی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۹
Background image

د کابل والي د نیالګیو کېنولو په برخه کې د ښاریانو پر رول ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په نوښت د نیالګیو کېنولو کمپاین د یو شمېر مسؤلینو په ګډون او ویناوو سره پیل شو چې پکې د کابل والي محترم ملا امین الله عبید هم ګډون درلود. د دې پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۱
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو لخوا د نقلیه وسایطو ترمیم

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي لیسې زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د موټر «اشترنګ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د برقي او هایدرولیکي اشترنګونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زده‌کوونکو ته د موټر وایرینګ ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار ولایت د میخانیکي انسټیټوټ زده‌کوونکو د یوې درسي ناستې په ترڅ کې د موټر وایرینګ اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د برېښنا څانګې استاد د عملي روزنې پر مهال د موټر. . .

BACK TO NEWS