د اکاډمیکو چارو د انسجام بورډ غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۶:۲۴
بورد انسجام

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو د انسجام بورډ غونډه د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د اکاډمیکو چارو د انسجام بورډ د غونډې تېرې پرېکړې تعقیب او د پرېکړو د ترسره شویو کړنو په اړه اړونده مسوولینو راپور وړاندې کړ.

د غونډې په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د معیاري انسټیټوټ د جوړولو د طرحې په اړه خبرې وشوې.

د بورډ غړو د یادې طرحې د نهايي کولو، غني کولو او پراختیا په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په پام کې لري چې په کابل کې یو نمونوي معیاري انسټیټوټ جوړ کړي.

د يادونې وړ ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د اکاډمیکو چارو د انسجام بورډ په نننۍ غونډه کې د اسلامي ثقافت مضمون د تدريس په برخه کې د اصلاحي ميکانيزم په ګډون پر يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې او لازم تصميمونه ونيول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول سره لیدنه او خبرې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول، محترم مجیب‌الرحمن فایز، سره وکتل او خبرې یې وکړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ ته لسګونه علمي کتابونه ډالۍ شول

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کتابتون د بډاینې په موخه، محترم مدیر فهیم حبیبي لسګونه بېلابېل علمي کتابونه دې انسټیټوټ ته ډالۍ کړل. دغه کتابونه د طب، انجنیري، برېښنا،. . .

BACK TO NEWS