د افغان ټکنالوژۍ په انسټیټوټ کې د لمریزې برښنا او خیاطۍ لنډ مهاله کورس پیل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۱۲:۵
کورس آموزشی خیاطی

د افغان ټکنالوژۍ په انسټیټوټ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون ریاست له لورې د خیاطۍ او د لمریزې برښنا (سولر) سیسټم لنډه مهاله روزنیز کورس پیل شو.

په پام کې ده ،چې په يادو څانګو کې زده کوونکي د درې مياشتو په موده کې  په عملي ډول د خياطۍ او د لمريزې برښنا (سولر) سيستم په برخه کې وروزل شي.

د دغه برنامې د پرانېستې په مراسمو کې د حرفوي برنامو د سمون  رئيس ښاغلي عبدالودود هوتک وويل، چې او حرفه او مسلک د پېغمبرانو ميراث دی او له زده کوونکو يې وغوښتل، چې له دغه تعليمي فرصت څخه اعظمې ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS