د افغان ټکنالوژۍ انسټیټوټ د موټرو ترمیم تخنیکي ورکشاپ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د افغان ټکنالوژۍ انسټیټوټ د موټرو ترمیم تخنیکي ورکشاپ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت او د دغه ادارې مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه ورکشاپ د پرانېستې په مراسمو کې ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د زده کړیالانو او استادانو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره له دغه ښوونیز ورکشاپ څخه په پراخه ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل، چې د افغان د ټکنالوژۍ انسټیټوټ د موټرو د ترميم ورکشاپ بايد د نورو دولتي ادارو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره هم ترې استفاده وشي.
د هغه په وينا، په دغه مرکز کې به د دولتي ادارو موټر ترميمېږي او دا د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځان بسيا کېدو په لور يو ګام دى.
د افغان تکنالوژۍ انسټیټوټ آمر تاج محمد تلاش وايي، د اسلامي امارت د چارو ادارې له لوري دغه انسټیټوټ ته ۳۴ استهلاک شوي موټر ورکړل شوي دي.
ښاغلي تلاش وویل، چې د دغو موټرو د پرزو څخه به د افغان ټکنالوژۍ انسټیټوټ د موټر د ترمیم په تخنیکي ورکشاپ کې د نورو موټرو د ترمیم په برخه کې ترې استفاده وشي، چې په دې سره به زده کړیالانو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شي او هم د خدمتونو وړاندې کول دي.
د افغان تکنالوژۍ انسټیټوټ آمر وايي، تخنیکي او مسلکي زده کړې د عملي کار پر بنسټ ولاړې دي او د یاد انسټیټوټ په تخنیکي ورکشاپ کې د زده کړیالانو د عملي کار لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.