د ارشاد او دعوت ریاست افغان ټیکنالوژۍ انسټیټوټ زده کړیالانو او استادانو ته په نیک چلند کولو توصیه وکړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۹ - ۱۵:۲۲
ارشاد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ارشاد او دعوت ریاست چارواکو د افغان ټکنالوژۍ انسټیټوټ زده کړیالانو او استادانو ته په ښو اخلاقو او ښه چلند کولو توصیه وکړه.

د ارشاد او دعوت ریاست ملا امام سید اسدالله کمالي د افغان تکنالوژۍ انسټیټوټ زده کړیالانو او استادانو ته خبرو کولو پر مهال هغوي ته لارښوونه وکړه چې یو بل ته درناوی وکړي او په خپل منځ کې تعصب ونه کړي.

ښاغلي کمالي وویل: تاسو ټول د هیواد سرمایه یاست. له همدې امله، تعصب مه کوئ. هر ډول تعصب که هغه قومي، ژبنی او سمتي وی په اسلام کې جواز نه لري.

نوموړي دغه راز د افغان ټکنالوژۍ انسټیټوټ له استادانو او زده کړیالانو وغوښتل، چې خپل اخلاق او سلوک د اسلام د سپېڅلي دين سره سم جوړ کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS