د ارزګان ولایت چوری مسلکي انسټیټوټ محصلینو ته د شاتو مچیو د پالنې په اړه روزنه ورکړل شوه
د ارزګان ولایت چوری مسلکي انسټيټوټ د دولسم ټولګي زده کوونکو ته د شاتو مچیو د پالنې په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد نوموړو ته د درس په ترڅ کې، د شاتو مچیو د ارزښت په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه هم وویل.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زياتره زده کړې عملي وي، له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان په مستقيم ډول د کار په بازار کې جذبیږي.