تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال په کابل کې د ترکیې د سفارت له یوه پلاوي سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۱۴:۳۴
معاون امور تخنیکی و مسلکی

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په کابل کې د ترکيې سفارت له یوه پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې د ترکیې د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د ترکيې د پوهنې وزارت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک پر مسودې خبرې وشوې.

دواړو لورو د یاد هوکړه لیک موادو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

د دغه هوکړه ليک د لاسليکولو موخه د ترکيې د پوهنې وزارت او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ علمي، ښوونیز او تخنيکي همکاري ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د افغانستان په نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت له لوري د ۲۰ ټیمونو ترمنځ په جوړو شوو سیالیو کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زده‌کوونکو لومړی مقام خپل کړ. یاده سیالي د افغانستان په نړیوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ولایتي آمریتونو مالي مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مالیې وزارت د متخصصینو په همکارۍ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۳۴ ولایتونو د آمریتونو د مالي مدیرانو لپاره پنځه ورځنی د ظرفیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۴:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د نشراتو رئیس له ولایتي مسئولینو سره آنلاین ناسته وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د نشراتو رئیس، محترم اختر محمد عامر، په یوه انلاین ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو له رئیسانو او د ولایتونو له تخنیکي آمرینو سره وکتل او خبرې. . .

BACK TO NEWS