تخنیکي‌ او مسلکي‌زده کړو ادارې پلان رئیس د چيني انجنيرانو سره خبرې اترې وکړی

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۱۶:۴۵
ریاست پلان

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې دپلان او  ستراتيژيکې همغږۍ رئيس مولوي نېک محمد نېکمل د چين هېواد د بلاعوضه مرستو تخنیکي پلاوي رئیس او چیني انجینرانو سره وکتل.

په دغه کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د چين دولت پر همکاريو خبرې وشوې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکې همغږۍ رئيس د چين له دولت څخه مننه وکړه او د لا زياتو همکاريو غوښتنه يې وکړه.

ښاغلي نیکمل وویل، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په انګړ کې د جومات، طعام خانې او زرغونې ساحې د جوړولو لپاره  همکارۍ ته اړتیا لري.

په دوام کې چيني انجنيرانو د تأسيساتو لپاره په پام کې نیولې ساحې څخه لیدنه وکړه او د دغه تأسیساتو د جوړولو په برخه کې یې د تخنيکي همکاريو ژمنه وکړه.

د چين د دولت د بلاعوضه مرستو د تخنيکي پلاوي مشر هم وويل، چې د چين او افغانستان اړيکې تل ښې وې او هېواد يې له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د يادونې وړ ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مرکزي ودانۍ د چين بلاعوضه مرستو پر بنسټ جوړه شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS