الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د مالیزیا هیواد له تخنیکي پلاوي سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۷:۱۸

د مالیزیا هیواد له خصوصي سکتور څخه یوه تخنیکي پلاوي افغانستان ته د سفر په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست ښاغلي الحاج مولوي غلام حیدر شهامت سره وکتل.

دا ناسته د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې ترسره شوه او دواړو خواوو د افغانستان او مالیزیا هیواد د تخنیکي او مسلکي زده کړو ترمنځ د ګډو همکاریو د څرنګوالي په ګډون په بیلابیلو موضوعاتو بحث وکړ.

د ناستې په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د ناستې په ترڅ کې په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د وضعیت په اړه اړین توضیحات وړاندې کړل.

ښاغلي مولوي شهامت څرګنده کړه چې دا اداره د تخنیکي او مسلکي زده کړو د وړاندې کولو له لارې د هیواد په اقتصادي وده او ځان بسیاینه کې مهم رول لوبوي.

له بلې خوا، د مالیزیا هیواد د خصوصي سکتور تخنیکي پلاوي په دې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه د وروستیو فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه ستاینه وکړه.

دغه‌راز یاد پلاوي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره د خپلې کتنې په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د مالیزیا هیواد د خصوصي سکتور تخنیکي برخه چمتو ده ترڅو له دې ادارې سره په بیلابیلو تخنیکي او مسلکي برخو کې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې، دواړو خواوو په دې کتنه کې د افغانستان د کار بازار اړتیاوو سره سم د نویو تخنیکي څانګو پر جوړولو هم ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول سره لیدنه او خبرې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول، محترم مجیب‌الرحمن فایز، سره وکتل او خبرې یې وکړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ ته لسګونه علمي کتابونه ډالۍ شول

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کتابتون د بډاینې په موخه، محترم مدیر فهیم حبیبي لسګونه بېلابېل علمي کتابونه دې انسټیټوټ ته ډالۍ کړل. دغه کتابونه د طب، انجنیري، برېښنا،. . .

BACK TO NEWS