دبدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ دکرنې مسلکي عالي لېسه

د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ کثیرالرشتوي عالي لېسه په ۱۳۹۸ هجري لمریز کال کې تاسیس شوه، چې د (عمومي کرنې) په برخه کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولګي (د لیسې دورې) زده کوونکو ته تخنیکي او روزنه وړاندې کوي.

اساسي (زیربنایي) معلومات:

د خواهان ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسه د دولتي ځمکې په درلودو چې مساحت یې ۵۰ جریبه دی، او تعمیر یې په یو پوړ(منزل) په توګه ودان شوی.

د تشکیل اړوند معلومات:

د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه د (۳) ښوونکو، (۱) اداري کارمند او (۱) کارمند په ګډون ټوله کې (۵) تنه کارکوونکي لري.

د جنسیت له مخې استادان :

دغه لېسه (۳) ښوونکي لري چې د نارینه طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې:

دبدخشان ولايت د خواهان ولسوالۍ دکثيرالرشتوى ليسه (١) دکرنې عمومي څانګه لري او ٥٢ تنه زده کوونکي په دغو برخو کې په تخنيکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

دغه لېسه (۵۲) تنه زده کوونکي لري، چې له دې جملې څخه (۶) تنه یې د بدل اعاشې په لیست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ژمنه ده چې د خپلو تخنیکي او مسلکي زده کړو له لارې د هېوادوالو لپاره د دکار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.