د کندهار ولایت تجارت مسلکي لیسه

د کندهار ولایت مرکز تجارت مسلکي لیسه په ۱۳۹۴ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د  ادارې او تجارت په څانګه کې له (۱۰) څخه تر (۱۲) ټولکي (لېسې) دوره کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د کندهار ولایت مرکز تجارت مسلکي لیسې ودانۍ (۴) درسي او اداري خونې، اوبه او همدارنګه برښنا هم لري.

جوړښت اړوند معلومات: د کندهار ولایت مرکز تجارت مسلکي لیسه په ټوله کې (۱۴) تنه  کارکوونکي لري، چې (۶) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۴) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د کندهار ولایت مرکز تجارت مسلکي لیسه کې (۶) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:  یاده لیسه (۱) څانګه (اداره او تجارت) لري، چې (۹۸) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د کندهار ولایت مرکز تجارت مسلکي لیسه کې (۹۸) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۶) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.