د پکتیکا ولایت د یحی خیلو ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسه

د پکتیکا ولایت د یحی خیلو ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسه په ۱۳۹۰ هجرې لمریز کال کې تاسیس شوی، چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د یحی خیلو ولسوالی کرنې مسلکي لېسې ودانۍ ( ۳) درسي خوني لري.

جوړښت اړوند معلومات: د یحی خیلو ولسوالی کرنې مسلکي لیسه په ټوله کې (۶) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۱) تن خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: په دغه لیسه کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان يې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاده لیسه (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري. چې (۱۴) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د یحی خیلو ولسوالی کرنې مسلکي لیسه کې (۱۴) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۳) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.