د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسه
د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسه په ۱۳۹۲ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.
لومړنې معلومات: د ارګون ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې ودانۍ ( ۳) درسي خونې او همدارنګه سولري برښنا لري.
جوړښت اړوند معلومات: د ارګون ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسه په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.
جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د ارګون ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسه کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.
تحصیلي څانګې: یاده لیسه (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري. چې (۴۴) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.
بدل اعاشه: د ارګون ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسه کې (۴۴) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۸) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.
دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.