د پکتیا ولایت ډنډپټان ولسوالۍ ادارې او تجارت لېسه

د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ ادارې او تجارت لیسه په ۱۳۹۸ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د ادارې او تجارت په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د ډنډپټان ولسوالۍ ادارې او تجارت لیسې ودانۍ (۳) درسي  خوني لري. چې  برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د ډنډپټان ولسوالی ادارې او تجارت لیسه په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: په دغه لیسه کې (۳) تن استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې: دا لیسه (۱) څانګه (اداره او تجارت) لري. چې (۳۸) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د ډنډپټان ولسوالۍ ادارې او تجارت لیسه کې (۳۸) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۴) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.