د پکتیا ولایت د وزي ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه

د پکتیا ولایت د وزې ولسوالۍکثیرالرشتوي لیسه په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د وزې ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې ودانۍ (۲) درسي خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د وزې ولسوالۍکثیرالرشتوي لیسه په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د وزې ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاده لیسه (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري. چې (۲۵) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د وزې ولسوالۍکثیرالرشتوي لیسه کې (۲۵) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۳) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.