د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ کرنې مسلکي لیسه

د پکتیا ولایت سید کرم ولسوالۍ کرنې مسلکي لیسه په ۱۳۹۲ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، د عمومي کرنې په څانګه کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د سید کرم ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسې ودانۍ ( ۳) درسي خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د سید کرم ولسوالۍ کرنې مسلکي لیسه په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د سید کرم ولسوالۍ کرنې مسلکي لیسه کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاده لیسه (۱) څانګې (عمومي کرنه) لري. چې (۶۴) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د سید کرم ولسوالۍ کرنې مسلکي لیسه کې (۶۴) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۷) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.