د پکتیا ولایت د احمد خیلو ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه

د پکتیا ولایت د احمد خیلو ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه په ۱۳۹۳ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د عمومي کرنې او اقتصاد په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د احمد خیلو ولسوالی کثیرالرشتوی لیسې ودانۍ ( ۵) درسی خونې لري. چې  برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د احمد خیلو ولسوالی کثیرالرشتوی لیسه په ټوله کې (۵) تنه کارکوونکي لري. چې (۲) تنه  استادان، (۱) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: په یاده لیسه کې (۲) تن استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې: دا لیسه (۲) څانګه (عمومي کرنه او اقتصاد) لري. چې (۷۹) تنه زده کوونکي په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د احمد خیلو ولسوالی کثیرالرشتوی لیسه کې (۷۹) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۸) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.