د پکتیا ولایت اریوب ځاځیو ولسوالۍ تخنیکي لېسه

د پکتیا ولایت اریوب ځاځیو ولسوالۍ میخانیکي لیسه په ۱۳۹۲ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د برښنا او د موټرو د ترمیم  په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د اریوب ځاځیو ولسوالی میخانیکي لیسې ودانۍ (۳) درسي او ادارې خوني لري. برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د اریوب ځاځیو ولسوالی میخانیکي لیسه په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري، چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د اریوب ځاځیو ولسوالی میخانیکي لیسه کې (۳) تن استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې: دا لیسه (۲) څانګې (برښنا او موټرو ترمیم) لري. چې (۳۴) تنه زده کوونکي په دغو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د اریوب ځاځیو ولسوالی میخانیکي لیسه زده کوونکو د عملي زده کړو لپاره یو باب مجهز ورکشاپ لري.

بدل اعاشه: د اریوب ځاځیو ولسوالی میخانیکي لیسه کې (۳۴) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۶) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.