د نیمروز ولایت د زرنج ولسوالۍ تخنیکي لېسه

د نیمروز  ولایت د زرنج ولسوالۍ تخنیکي لېسه په ۱۳۸۹ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوې ده، چې د الکتروتخنیک په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د نیمروز  ولایت د زرنج ولسوالۍ تخنیکي لېسې ودانۍ (۶) درسی او ادارې خونې لري.

جوړښت اړوند معلومات: د نیمروز  ولایت د زرنج ولسوالۍ تخنیکي لېسه په ټوله کې (۱۱) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۵) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د نیمروز  ولایت د زرنج ولسوالۍ تخنیکي لېسه کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاده لیسه (۱) څانګه (الکتروتخنیک) لري، چې (۳۵) تنه زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۳۵) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.