د نورګل ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه

د کنړ ولایت نورګل ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه چې د کنړ ولایت په ۱۳۹۳ هجری لمریز کال کې تأسیس شوی، د  کمپیوټر ساینس، تخنیک، تجارت او کرنې په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کنړ ولایت نورګل ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسې ودانۍ ( ۱۶) درسي او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه ورزشي ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کنړ ولایت نورګل ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه په ټوله کې (۹) تنه کارکوونکي لري. چې (۴) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کنړ ولایت نورګل ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه کې (۴) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاده لیسه (۴) څانګې (کمپیوټر ساینس، تخنیک، تجارت او زراعت) لري چې (۴۶) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

 د کنړ ولایت نورګل ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه کې (۴۶) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۴) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.