د میربچه کوټ ولسوالۍ کرنې مسلکي لیسه

د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ کرنې مسلکي لیسه چې په ۱۳۹۹ هجري لمريز کال کې تاسیس شوی دی، چې دا یو مسلکي لیسه دي، چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰)څخه تر دوولسم (۱۲) ټولکي (لېسي دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: دغه لیسه ځان ته ودانۍ لري (۳) درسي ټولګي، برښنا او همدارنګه د څښاک پاکې اوبه هم لري.

جوړښت اړوند معلومات: د میربچه کوټ ولسوالۍ کرنې مسلکي لیسه په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري، چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د میربچه کوټ ولسوالۍ کرنې مسلکي لیسه کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: دا لیسه (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري چې (۵۸) تنه زده کوونکي په یاده څانګه کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.