د لوګر ولایت مخانیکي لیسه

د لوګر ولایت مخانیکي لیسه په ۱۳۹۰ هجري لمريز کال کې تأسیس شوې چې د برښنا په برخه کې له لسم (۱۰)څخه تر دوولسم (۱۲) ټولکي پورې (لیسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د لوګر ولایت مخانیکي لیسې ودانۍ (۱۰) درسي او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه، ورزشي ساحه او همدارنګه شنه ساحه يې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د لوګر ولایت مخانیکي لیسه په ټوله کې (۸) تنه کارکوونکي لري، چې (۴) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۱) تن خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د لوګر ولایت مخانیکي لیسه کې (۴) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان يې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاده لیسه (۱) څانګې (برښنا) لري. چې (۹۲) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په تخنیکي زده کړو بوخت دي.

ورکشاپونه او تولیدات:

د لوګر ولایت میخانیکي لیسه د زده کوونکو د عملي زده کړو لپاره د ټرانسفارمرونو سیم پيچي، د ودانیو ویرنګ او د کورنیو وسایلو ترمیم په برخه کې (۳) بابه مجهز ورکشاپونه لري.

بدل اعاشه:

په یاده لیسه کې (۹۲) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۰) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.