د لوګر ولایت د برکی برک ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه

د لوګر ولایت د برکی برک ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه په ۱۳۹۹ هجري لمريز کال کې تأسیس شوې، د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر دوولسم (۱۲) ټولکي پورې (لیسې دوره) کې زده کوونکي په مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د لوګر ولایت برکی برک ولسوالۍکثیرالرشتوي لیسې ودانۍ (۴) درسي او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه يې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د لوګر ولایت برکی برک ولسوالۍکثیرالرشتوي لیسه په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري، چې (۲) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د لوګر ولایت برکی برک ولسوالۍکثیرالرشتوي لیسه (۲) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړې، چې دواړه نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاده لیسه (۱) څانګه (عمومی کرنه) لري. چې (۲۶) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په مسلکي  زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

د لوګر ولایت برکی برک ولسوالۍکثیرالرشتوي لیسه کې (۲۶) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۴) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.