د فراه ولایت د لاش جوین ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه

د فراه  ولایت د لاش جوین ولسوالۍ کثیرالرشتوي  لېسه په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی چې عمومي کرنې او ادارې او تجارت په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د فراه  ولایت د لاش جوین ولسوالۍ کثیرالرشتوي  لېسه ځانګړې ودانۍ نه لري، چې د یادې ولسوالۍ د عمومې زده کړو په ودانۍ کې خپلې تدریسي او اداري چارې مخ ته وړي.

جوړښت اړوند معلومات: د فراه  ولایت د لاش جوین ولسوالۍ کثیرالرشتوي  لېسه په ټوله کې (۴) تنه تشکیل لري چې (۱) تن استاد، (۱) تن اداري کارکوونکی او  همدارنګه (۲) تن خدماتي کارکوونکي لري.

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک: د فراه  ولایت د لاش جوین ولسوالۍ کثیرالرشتوي  لېسه (۱) تن نارینه استاد د تدریس چارې مخ ته وړي.

تحصیلي څانګې: یاده لېسه (۲) څانګه (عمومي کرنه، اداره او تجارت) لري، چې (۳۶) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: دغه لېسه کې (۳۶) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۵) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.