د غور ولایت مرکز د کرنې او وترنرۍ انسټیټوت

د غور ولایت مرکز د کرنې او وترنرۍ انسټیټوت په ۱۳۸۸ هجرې لمریز کال کې د لېسې په کچه تأسیس شو او وروسته په ۱۳۹۲ هجرې لمریز کال کې انسټیټوټ دورې ته ارتقا ورکړل شوه چې اوس مهال د عمومي کرنې او وترنري علومو په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د غور ولایت مرکز د کرنې او وترنرۍ انسټیټوت (۱۰) جریبه کرنیزه ځمکه او همدارنګه (۱) باب دری پوړیزه وداني لري، چې یاده ودانۍ(۱۸)  اداري او تدریسي خونې لري.

جوړښت اړوند معلومات: د غور ولایت مرکز د کرنې او وترنرۍ انسټیټوت په ټوله کې (۲۱) تنه کارکوونکي لري. چې (۱۳) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۵) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک د غور ولایت مرکز د کرنې او وترنرۍ په انسټیټوت کې (۱۳) تنه نارینه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۲) څانګې (عمومي کرنه او وترنري علوم) لري، چې (۲۲۵) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

لابراتوار: د فراه ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۴) باب مجهز لابراتوارونه لري.

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۲۲۵) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۲۴) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.