د شیګل ولسوالۍ تخنیکي لېسه

د کنړ ولایت د شګیل ولسوالۍ تخنیکيلیسه په ۱۳۹۴ هجری لمریز کال کې تأسیس شوې د ساختمان په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لیسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کنړ ولایت د شګیل ولسوالۍ تخنیکيلیسه (۲) ودانۍ لري چې (۱) تدریسې ودانۍ، (۱) د لیلیې ودانۍ، او (۱) طعام خوري ودانۍ دی. اوبه برښنا، شنه ساحه او همدارنګه والیبال او کریکټ میدانونه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

 د کنړ ولایت د شګیل ولسوالۍ تخنیکيلیسه په ټوله کې (۵) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۱) تن ادارې کارکوونکي او (۱) تن خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کنړ ولایت د شګیل ولسوالۍ تخنیکيلیسه کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

د کنړ ولایت د شګیل ولسوالۍ تخنیکيلیسه (۱) څانګه (ساختمان) لري، چې (۵۱) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات:

د کنړ ولایت د شګیل ولسوالۍ تخنیکيلیسه د زده کوونکو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب کمپیوټر لب، (۱) باب لابراتوار او همدارنګه (۲) بابه لوی ورکشاپونه هم لري.

بدل اعاشه:

په یاده لیسه کې (۵۱) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۶) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.