د دایکندی ولایت کجران ولسوالۍ کرنې مسلکي لیسه

د کجران ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسه په ۱۳۹۰ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د کجران ولسوالۍ د کرنې مسلکي لیسې ودانۍ (۴) درسي او ادارې خوني لري. برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د کجران ولسوالۍ د کرنې مسلکي لیسه په ټوله کې (۵) تنه  کارکوونکي لري. چې (۲) تنه استادان، (۲) تنه  ادارې کارکوونکي او (۱) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: په دغه لیسه کې (۲) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې دواړه  استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې: دا لیسه (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري. چې (۷۶) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د کجران ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې کې (۷۶) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۹) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.