د دایکندی شهرستان ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه

د د ایکندی ولایت شهرستان ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه په ۱۳۹۳ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د عمومي کرنې او اداره او تجارت په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د شهرستان ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسې ودانۍ (۹) درسي او ادارې خوني لري. سولري برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د شهرستان ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه په ټوله کې (۱۰) تنه کارکوونکي لري، چې (۵) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د شهرستان ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه کې (۵) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: دا لیسه (۲) څانګې (عمومي کرنې او اداره او تجارت) لري. چې (۵۰) تنه زده کوونکي په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د شهرستان ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه کې (۵۰) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۷) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.