د دایکندی اشترلی ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه

د د ایکندی ولایت اشترلی ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د عمومي کرنې او ادارې او تجارت په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د اشترلی ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسې ودانۍ (۵) درسي او ادارې خوني لري. سولري برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د اشترلی ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه په ټوله کې (۸) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د اشترلی ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: دا لیسه (۲) څانګې (عمومي کرنې او اداره او تجارت) لري. چې (۲۶) تنه زده کوونکي په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د اشترلی ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه کې (۲۶) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۷) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.