د تخنیکی او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه د اروپایی هیوادونو له علماوو سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۴:۴۷
The leadership of TVETA Met with Muslim Scholars from European Countries

د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست، مولوی غلام حیدر شهامت، د آلمان، ناروی او ډنمارک په ګډون د اروپایی هیوادونو د عالمانو له یوه پلاوی سره وکتل.

په دغه کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مرستیالانو مولوی غلام سعید احساس او مفتی فضل الرحمن فاضل او د دغه ادارې ځینې رئیسانو هم حضور درلود.

د اروپایی هېوادونو د علماوو پلاوي افغانستان ته د سفر په اړه خوښی څرګنده کړه.

محمد بیګ د پلاوي یو غړی وویل چې د افغانستان د هغه څه سره توپیر لری چې په رسنیو کې لیدلې او اورېدلې دي.

د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست په هیواد کې د اروپایی علماوو هرکلی وکړ او په تیرو دوه کلونو کې یې د اسلامی امارت لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي شهامت زیاته کړه، په هېواد کې امنیت تآمین شوی، فساد او نشه یی توکی له منځه تللی، لویې اقتصادی پروژې روانې دی او تورم هم کنټرول شوی دی.

د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست زیاته کړه چې په تېرو دوو لسیزو کې بهرنۍ مرستې اغېزمنې نه دی، خو اوس مهال د بهرنیو مرستو په نشتوالی کې د پرمختګ لپاره هڅې روانې دی.

ښاغلي شهامت د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې د اسلامی نظام برقراری او امنیت لپاره ټولو مجاهدینو له امیر المومنین (حفظه الله) څخه نیولی تر عادی مجاهد پورې قربانی ورکړې ده.

د تخنیکی او مسلکی چارو مرستیال مولوی غلام سعید احساس هم په دغه غونډه کې خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان د خلکو جهاد د الله د دین ساتنه ده.

ښاغلي احساس زیاته کړه، اسلامی هېوادونه باید د دغه نظام د پیاوړتیا لپاره د افغانستان له اسلامی امارت سره همکاری وکړی.

نوموړي د افغانستان په اړه منفی پروپاګند ته په اشارې سره وویل چې بهرنۍ حلقې رڼې ورځې د تیارو په څیر تورې تعرفوي.

محمد عظیم د اروپایی علماوو پلاوي بل غړی د اسلامی امارت بریا د اسلامی نړۍ بریا وبلله او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.

نوموړی پلاوي تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست ته ډالۍ ورکړی.

ښاغلی شهامت د اسلامی هنر یو اثر د اروپایی هیوادونو علماوو پلاوي ته د ډالۍ په توګه ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۳۱
Background image

د کرنې څانګې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د کرنې څانګې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی سیمینار پیل شو. د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

BACK TO NEWS