د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ګمارنې آزموینې په اړه د اداري اصلاحاتو ادارې له مسوولینو سره د مولوي شهامت خبرې اترې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۱۴:۱۶
گفت‌وگوی مولوی شهامت با مسئولان اداره اصلاحات اداری

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له مسوولينو سره د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د استادانو بستونو لپاره د ګمارنې آزموينې د تر سره کېدو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي شهامت په دې آزموینه کې پر روڼتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې عدالت دې تأمین او کار دې اهل کار ته وسپارل شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د غير مسلکي کسانو ګمارل ښه پايله نه لري.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مسوولينو د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د استادانو د ګمارنې په آزموينه کې د روڼتیا د رامنځته کولو په اړه ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۳۷
Background image

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د زده کوونکو له لوري د خیدک پروسس او تولید

د کابل ولایت اړوند چهارآسیاب ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د کرنې څانګې زده کونکو ته د یوې درسي او علمي جلسې په ترڅ کې د خیدک تولید پروسس د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه. دغه راز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۵:۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ښوونیزو مرکزونو کې د عملي روزنو د زده کړو دوام

د غور ولایت تخنیکي انسټیټوټ د ساختماني څانګې محصلینو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکات کې په یاد ولایت کې فیروز کوه ښار ته د سفر په ترڅ کې د ساختماني چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۱۲
Background image

د بلخ ولایت د کیمیاوي تکنالوژۍ انسټیټوټ محصلینو د مزارشریف له ۲۲۰ کیلوواټه سب استیشن څخه لیدنه وکړه

د بلخ ولایت د کیمیاوي تکنالوژۍ انسټیټوټ محصلینو په یاد ولایت کې د مزارشریف ۲۲۰ کیلوواټه سب استیشن ته د یو علمی سفر په ترڅ کې د برق په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه. لارښود استاد د دې. . .

BACK TO NEWS