د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د "افرن" مؤسسې له مسوول سره خبرې اترې وکړې

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۰:۳۷
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د فرانسوي مؤسسې"افرن" (فرانسې-افغانستان دوستي) له مسئول سره وکتل.

په دغې کتنه کې د افرن مؤسسې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د همکاریو پر برخو خبرې وشوې.

ښاغلي شهامت لومړی د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د دغې ادارې د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.

 نوموړي وويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په ټول هېواد کې د انسټیټونو او مسلکي لېسو په ګډون ٣٧٢ ښوونيز مرکزونه لري او په يادو مرکزونو کې په ٧٣ څانګو کې مسلکي کسان روزل کېږي.

ښاغلي شهامت په ډاګه کړه، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د نابینایانو او ناشنوایانو د زده کړې لپاره ۱۶ ښوونیز مرکزونه لري. نوموړي زياته کړه، چې په يادو مرکزونو کې د نابینایانو او ناشنوایانو زده کوونکو لپاره د ترانسپورت په ګډون ټولې اسانتياوې برابرې دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې په تېرو شلو کلونو کې د فساد له امله په دغه اداره هېڅ کار نه دى شوى.

ښاغلي شهامت زیاته کړه چې په تېرو دوو کلونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ښې لاسته راوړنې لري. د بریل مطبعې فعالول، د ۵۰۰ زره کتابونو چاپول، د نصاب بیاکتنه او د نوښت مرکز جوړول په تېرو دوو کلونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لاسته راوړنو څخه دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې د يو نمونوي معياري انسټیټوټ جوړول او د کار بازار له اړتياوو سره سم د ښوونيز نصاب تنظیم د دغې ادارې له راتلونکو پلانونو څخه دي.

ورپسې د افرن مؤسسې مسئولې پولین له پونت خبرې وکړې او ویې ویل چې دا مؤسسه یوازې په افغانستان کې فعالیت کوي او د ښوونې او روزنې په برخه کې کار کوي. هغې د باميانو ورس ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې د ودانۍ او د ښوونيزو ورکشاپونو د جوړولو په ګډون د دغې مؤسسې تېرو همکاريو ته اشاره وکړه.

د افرن مؤسسې مسئولې وویل، دغه مؤسسه په پام کې لري چې د کرنې په برخه کې یوه پروژه پیل کړي.

نوموړې همدارنګه د نابینایان او ناشنوایانو زده کوونکو د ملاتړ او د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو د امکاناتو د برابرولو یادونه هم وکړه.

ښاغلي شهامت د نابینایانو او ناشنوایانو زده کوونکو د ملاتړ په برخه کې وویل، اړینه ده چې لومړی باید د دغو زده کوونکو د اورېدلو او لیدلو کچه او همدا راز د دوی رواني حالت وڅیړل شي او د دوی د وضعیت ته په پام سره جلا جلا ټولګیو کې تنظیم شي.

د افرن مؤسسې مسئول دغه راز زياته کړه، چې دغه مؤسسه به د باميانو په ورس ولسوالۍ کې د کرنې مسلکي لېسې ودانۍ د بيارغونې په ګډون د خپلې پخوانۍ پروژې پلان لټه وکړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له افرن مؤسسې سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل، که چېرې د همکارۍ هوکړه لیک ته اړتيا وي، دا موضوع دې د اړوندو مراجعو له خوا تعقيب شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

د زرنج کرنې مسلکي انسټیټوټ زده کونکو د موجوداتو د حجراتو په اړه روزنه ترلاسه کړه

د نیمروز ولایت د زرنج کرنې مسلکي انسټیټوټ د عمومي کرنې څانګې لسم ټولګي زده کونکو ته د ژوندیو موجوداتو د حجراتو په اړه عملي په بڼه روزنه ورکړل شوه لارښود استاد د درس په ترڅ کې، نوموړو ته. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۹:۲۱
Background image

د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو ته د هزره بوټو په اړه روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زراعت څانګې محصلینو ته په کروندو کې د هزره بوټو د کنټرول په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په جریان کې، محصلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۱:۷
Background image

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او ناروې کمیټې ترمنځ دوه اړخیزه غونډه ترسره شوه

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د ناروې کمیټې له ولایتي مسؤلینو سره دوه اړخیزه ناسته تر سره کړه. یاده غونډه د ګډو همکاریو د پراختیا او د معلولیت لرونکو. . .

BACK TO NEWS