د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه

د بلخ  ولایت د شولګرې ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې په ۱۳۹۱ هجرې لمریز کال کې د لېسې په نوم  تأسیس شوه چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر دوولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات د بلخ  ولایت د شولګرې ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه ځانکړې ودانۍ نه لري په کرائې ودانۍ چې (۱۱) درسي او ادارې خونې اوبه او همدرانګه زرغونه ساحه هم لري خپلې درسي چارې مخ ته وړي.

جوړښت اړوند معلومات: د بلخ  ولایت د شولګرې ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۱) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بلخ  ولایت د شولګرې ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه کې (۳) تنه نارینه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي.

تحصیلي څانګې: یاده لېسه (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري، چې (۱۰۵) تنه زده کوونکي په یاده څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.