د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسه

د بلخ  ولایت د بلخ ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسې په ۱۳۹۲ هجرې لمریز کال کې د لېسې په نوم  تأسیس شوه چې د عمومي کرنې او خیاطي په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر دوولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بلخ  ولایت د بلخ ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسه ځانکړې ودانۍ نه لري چې په یوه کرایې ودانۍ خپلې درسي چارې مخ ته وړي.

جوړښت اړوند معلومات: د بلخ  ولایت د بلخ ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسه په ټوله کې (۶) تنه کارکوونکي لري. چې (۲) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۱) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بلخ  ولایت د بلخ ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسه کې (۲) تنه نارینه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي.

تحصیلي څانګې: یاده لېسه (۲) څانګې (عمومي کرنه او خیاطي) لري، چې (۱۵۲) تنه زده کوونکي په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: دغه لېسه کې (۱۵۲) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۹) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.