د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه

د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال کې تاسیس شوې چې د عمومي کرنې او اداره او تجارت په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې ودانۍ ( ۷) درسي خونې لري، برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه په ټوله کې (۸) تنه کارکوونکي لري، چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: په یاده لیسه کې (۳) تن استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاده لیسه (۲) څانګې (عمومي کرنه او اداره او تجارت) لري، چې (۱۲۵) تنه زده کوونکي په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه کې (۱۲۵) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۳) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.