د اسمار ولسوالۍ تجارت مسلکي لېسه

د کنړ ولایت اسمار ولسوالۍ د تجارت مسلکی لېسه په ۱۳۹۱ هجری لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د اداره او تجارت او اقتصاد په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۲) ټولکي (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کنړ ولایت اسمار ولسوالۍ د تجارت مسلکی لیسې ودانۍ ( ۴) درسی او (۳) اداري خونې، برښنا، او همدارنګه د څښاک پاکې اوبه هم لري.

جوړښت اړوند معلومات:

د کنړ ولایت اسمار ولسوالۍ د تجارت مسلکی لېسه په ټوله کې (۱۰) تنه کارکوونکي لري. چې (۵) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۱) تنه خدماتي کارکوونکي دي.                            

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کنړ ولایت اسمار ولسوالۍ د تجارت مسلکی لېسه کې (۵) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاده لیسه (۲) څانګې (اداره او تجارت او اقتصاد) لري. چې (۶۸) تنه زده کوونکي په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب:

د کنړ ولایت اسمار ولسوالۍ د تجارت مسلکی لېسه  د زده کوونکو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب لری.

بدل اعاشه:

د کنړ ولایت اسمار ولسوالۍ د تجارت مسلکی لېسه کې (۶۸) تنه زده کوونکي  په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۷) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.