د اسلامي امارت د پخواني حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست لیدنه او خبرې اترې

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۱:۳۱
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له پخواني وزیر محترم مولوي وکیل احمد متوکل سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

په دغې کتنه کې دواړو لورو په هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي مولوي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه توضیحات ورکړل او دواړو لورو په هیواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ.

ښاغلي مولوي متوکل د افغانستان د اسلامي امارت په تېر حکومت کې په بېلابېلو دولتي بستونو لکه د سلاکار او د بهرنیو چارو د وزیر په صفت دندې ترسره کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، د یاد ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل کړ. د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۰
Background image

د خوست کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب شوې

د امنیت د تأمین، د عامه شتمنیو د ساتنې او د اداري نظم د ښه‌والي په موخه، د خوست ولایت د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ په بېلابېلو برخو کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب او فعالې شوې. د دې پروژې په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت. . .

BACK TO NEWS