د سرپل ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت د «مجاهدینو» روزنیزه دوره جوړه کړه
د سرپل ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت له خوا د افغانستان ا.ا یو شمیر «مجاهدینو» لپاره ۴۵ ورځنی روزنیزه دوره جوړه شوه.
د سرپل ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر سيد غياث الدين احمدي وايي، چې د دغه روزنيزې دورې ترسره کولو موخه د افغانستان ا.ا «مجاهدینو» د اداري او مديريتي مهارتونو لوړول دي.
د هغه په وينا، په دې روزنيزه دوره کې دافغانستان ا.ا څلوېښتو "مجاهدينو" ته چې اوسمهال په دولتي ادارو کې په دندو بوخت دي، د ادارې او مديريت مهارتونه، د کمپيوټر او انګليسي ژبې زده کړې ورکول کېږي.
ورته روزنیزې دورې پخوا په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم په لاره اچول شوي وی.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي چې په ټولو ولایتونو کې د افغانستان ا.ا «مجاهدینو» ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ کړی کړي.
