د املاکو او خدماتو رئیس کابل ښار تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له امرینو سره ناسته ترسره کړه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د املاکو او خدماتو رئیس مفتي سيد محسن سادات د کابل ښار تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له امرینو سره غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ښوونځیو او انسټیټونو د تجهیز لپاره د ټاکل شوې بودجې د ویش پر څرنګوالي بحث وشو.
د املاکو او خدماتو رئیس د بودجې پر لومړیتوب ټینګار وکړ او ویې ویل، په هغه ځای کې چې جدي اړتیا وي، باید له مالي سرچینو څخه کار واخیستل شي.
په دې غونډه کې د کابل ښار د ښوونځیو او انسټیټونو امرینو هم خپل نظرونه وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د بودجې په لګولو کې باید د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو اړتیاوو او نیمګړتیاوو ته کلکه پاملرنه وشي.
