د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر د فيروزکوه انسټیټوټ له نندارتون څخه ليدنه وکړه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس مولوي غلام حيدر شهامت په کابل کې د فيروزکوه خصوصي انسټیټوټ له نندارتون څخه ليدنه وکړه.
دغه انسټیټوټ د خپلو زده کړیالانو فراغت د يوولسمې کليزې په مناسبت هنري نندارتون جوړ کړی دی. په دې نندارتون کې د زده کړیالانو خطاطي، میناتوری، حکاکی او ترکاڼۍ اثار نندارې ته وړاندې شوی دي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس له دغه نندارتون څخه د ليدنې پرمهال د فيروزکوه انسټیټوټ د زده کړیالانو لاسته راوړنې وستايلې.
د فیروزکوه انسټیټوټ د خطاطۍ، میناتوری، ګاڼو جوړول، حکاکی، ترکاڼۍ او سرامیک جوړولو په ګډون شپږ څانګي لري. په دغو څانګو کې ۱۲۰ تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي.
