د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ولایتی آمرینو سره ناسته

د تخنیکی او مسلکی زده کړو اداری مشر مولوی غلام حیدر شهامت د ولایتونو له تخنیکی آمرینو سره په مجازی توګه غونډه ترسره کړه.
په دې ناسته کې چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو او مالی او ادارې چارو مرستیالانو هم حضور درلود، په لومړیو کې ولایتی آمرینو ځانونه معرفی کړل.
ښاغلي شهامت په دې کتنه کې وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د هېواد د کاربردی علومو مغز دی چې انسانی سرچینې او اقتصادي پراختیا تامینوی.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل، چې په پخواني نظام کې په دې اداره کې د مسووليت احساس نه و او له همدې امله تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په ټولنه کې خپل اصلي او حقیقی ځاى نه دى موندلى.
ښاغلي شهامت ټینګار وکړ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره باید تخنیکي او مسلکي مرجع وي.
نوموړي د ولايتي تخنیکي امرینو پر مسووليت ټينګار وکړ او ويې ويل، چې هغه وړ کسان دی، چې د مسووليت احساس او خدمت کوي.
ورپسې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د زده کړیالانو د جذب د کچې، د تدرسی ودانیو نشتوالي ننګونو حل او د نارينه او ښځينه زده کړیالانو د جلاوالي کړنلارې د پلي کولو په اړه ولايتی تخنيکي امرینو راپور واورېده.
ښاغلي شهامت د ولایتي تخنیکي امرینو څخه وغوښتل چې د زده کوونکو د جذب په برخه کې دي هڅې وکړي. هغه وويل، د زده کوونکو د جذب د زياتولو غوره لاره د عامه پوهاوی پروګرامونو طرحه کول او تشریح کول دی.
د اکاډمیکو چارو مرستیال ښاغلي استاد نورمحمد عزیزي هم د زده کوونکو د جذب پر زیاتوالي ټینګار وکړ او ویې ویل، چې ولایتی امرین باید د پوهنې ولایتی چارواکو سره په همکارۍ د زده کوونکو د نوم لیکنې په برخه کې د پوهاوي کچه لوړه کړي.