په اونیزه اصلاحي غونډه کې د حضرت محمد مصطفی ﷺ د سیاسي ژوند په اړه ډاکټر وجیهالله ناصح وینا وکړه
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې اصلاحي غونډه نن د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی ﷺ د مبارک میلاد په مناسبت ترسره شو.
په دې غونډه کې ډاکټر وجیهالله ناصح د «حضرت محمد ﷺ سیاسي ژوند» تر عنوان لاندې لنډه وینا وکړه.
ډاکټر ناصح په خپلو خبرو کې د رسول الله ﷺ د سیاسي، اداري او ټولنیز ژوند پر یو شمېر اړخونو خبرې وکړې او د یوه منظم، عادلانه، ورورولۍ او همدردۍ پر بنسټ ولاړې ټولنې په رامنځته کولو او پیاوړتیا کې یې د هغه ﷺ رول تشریح کړ.
نوموړي همدارنګه له بېلابېلو خلکو او ټولنیزو ډلو سره د حضرت محمد ﷺ د تعامل او چلند طریقې ته په اشارې سره، پر یووالي، همبستګۍ، ښه مدیریت، عدالت او د ټولنیز نظم پر تأمین ټینګار وکړ او د رسول اکرم ﷺ ژوند یې د ټولنې د رهبرۍ او مدیریت لپاره بشپړ او غوره الګو وبلله.
په دې اصلاحي پروګرام کې د حضرت محمد مصطفی ﷺ د مبارک میلاد د درناوي ترڅنګ، د هغه ﷺ د سیرت او سنتو د پیروۍ او په فردي، ټولنیزو او اداري برخو کې د اسلامي لارښوونو د زدهکړې پر اهمیت ټینګار وشو.
د دغه پروګرام موخه د کارکوونکو د دیني او اخلاقي پوهاوي د کچې لوړول او د اسلام د ستر پیغمبر ﷺ له ژوند او سیرت سره د هغوی د لا زیاتې بلدتیا زمینه برابرول وو.
